سيد جمال الدين د سيد صفدر ځوى و نوموړی په ۱۲۵۴ سپوږميز كال د كونړ په اسداباد كي وزيږېد. د سيد جمال الدين افغاني كورنۍ د كونړ په اسعداباد كي اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت كي د ځينو اړتياوو له مخې د هغه په امر د سيد پلار له كورنۍ سره كابل ته راغى او هلته مېشت شو.
سيد جمال الدين افغان په اووه كلنۍ كي په خپل كور كي د دوديزو پوهنو په زده كړه پېل وكړ. دې ډېر ځيرك او هوښيار و، دفكر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت كي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده كړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټى اخيستلې. افغان سيد پر اتلس كلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل. ده له ډېر ځراكت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هر برخه كي يې د خلګو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډګر ته راا ايستى چي دا دده د نبوغ ښه بئلګه او د ذهن د پياوړتيا څرګنده نښه ګڼل كيږي چي د خپلي بيساري پوهي په بركت يې كور، كلى، هيواد او دنوۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه كړل او د هغوى بيده وجود ته يې د ويښتا په روح ننيستى.
كابل تر تګ مخكي يې په كونړ كي ه سيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده كولې او په كابل كي يې بيا د ګداى ګذري په ماجت كي له لويو پوهانو څخه لوست كاوه. د وخت په تيرېدو سره پردې زده كړو قناعت ونكړ او د پوهى مينى تر هنده ورساوه.
د پوهى او زده كړې په لار كي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه كوله. سيد افغان په هند كي يو كال او څو مياشتي تيري كړې. پر تېره زه كړه يې نوي پوهه د نوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و واو په همديې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلېگ وه دا وخت يې په هند كي د نوي فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې ځرك رارسېدلى وزده كړه.په سيد جمال الدين کښي د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرګندي وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شير ګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ . بيا پلار د ځان سره کابل ته بوت ، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي ، طب ، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنګ يې پوځي زده کړه هم و کړه . په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول . په زلمي توب کي يې هند ته سفر و کړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې . بيا حجاز ته ولاړ ، يو کال د عربو په ملکونو کي و ګرزېد .
کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ور سره پيدا شو چي څرنګه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انګرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي ، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې .
پدې وخت کي امير محمد اعظم خان د امير دوست محمد خان زوی د افغانستان پاچا وو ، سيد جمال الدين د نوموړي پاچا د نيژدې مشاورينو او د دربار د مخورينو څخه وو . د امير محمد اعظم خان د پاچاهۍ دوره ډېره لنډه
وه او بيرته امير شيرعلي خان د دوهم ځل د پاره پاچا شو .
امير شيرعلي خان له خپل ورور ( محمد اعظم خان ) سره د نيژدې تعلقاتو ، يا د انګرېزيانو په اشاره او يا د سيد جمال الدين څخه خپلي واکمنۍ ته د خطر په نسبت دی د خپل هيواد پرېښودو ته اړ کړ . سيد له هيواد څخه تر وتلو وختي لا خپل ټول پلانونه او مترقي
پروګرامونه د وخت امير ته و سپارل او له هيواد څخه و وت .
لومړی هند ته ولاړ ، خو انګرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ . په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهني او معارف د وزارت د مجلس غړی و ټاکل شو . سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توګه
دنده تر سره کړه . په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور
شو، هند ته ولاړ .
ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووزي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د ( ضياالخافقين ) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ . اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ .
سيد جمال الدين افغاني په ١٣١٤ هجري سپوږميز ( ۹ د مارچ، ۱۸۹۷ )زېږيز کال کې په استنبول کې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او هماغلته په استنبول کې خاورو ته وسپارلی شو. وروسته بيا ١٣٢٣ هجري لمريز ( ١٩٤٤ ) ميلادي کال کي د ده تابوت د ترکيې حکومت د افغانستان د دولت په غوښتنه د هغه جسد بېرته افغانستان ته ولېږل شول او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارلی شو چې هديره يې بيا د په ګومبدې وپوښل شوه.