اخبازسرمقالات گزارشات ديدگاه آرشيف اخبارطنز و کارتونصفحه اصلیتازه های کتابEnglishforum

 

در آئينه رسانه ها

مروی بر رسانه های چاپ کابل

باغستان رمز(داستانهای واقعي را بخوانيد)

مصاحبه

مصاحبه با پایه گذار سایت منتشر کننده اسناد جنگی افغانستان
فاروق وردک: با مشورت ملت، مخالفان را تعريف می کنيم
اسپنتا: همكاري استراتژيك با امريكا يكي از اصول سياست افغانستان است
په مارجه کې د طالبانو دمحاربوي استحضاراتوپه هکله دمارجې د طالبان عمومي مسؤل ملاعبدالرازق آخند سره مرکه
دهلمند دتازه امریکایي عملیاتوپه اړه د طالبانو له ویاند قاري یوسف احمدي سره مرکه :
کرزی در مصاحبه با الجزيره: به لطف رهبران غرب نياز ندارم
اسپنتا: دولت افغانستان ضعيف‌تر از آن است كه استندرد‌هاي انتخاباتي غرب را عملي كند
عبدالله: افغان‌ها دموكراسي مي‌خواهند
مدودف در گفتگو با اشپيگل: بعيد نيست سرنوشت نيروهاي خارجي در افغانستان مشابه شوروي شود
مصاحبه رئيس جمهور کرزی با شبکه پی بی اس
عبدالله عبدالله در گفتگو با اشپيگل: خواهان تغيير هستم نه تقسيم قدرت

 

پشتو

 

ورزش

بیاد قهرمان

پاکستان و بنگلادش؛ توسعه ناهمگرا

پيامدهاي سيل در پاكستان

القاعده، سیا یا اسرائیل؛ چه کسی در عراق بمب گذاری می کند؟

مروري به رابطه مردم و شوراي ولایتها در افغانستان

دجنرال پیټرييس دوروستیو اظهاراتوپه اړه دطالبانو دویاند غبرګونپه

امريكا و افغانستان؛ جنگي با سه رويكرد

پروسه انحلال شرکت های خصوصی امنیتی آغاز می شود

جنگ در خاورمیانه؛ از اندیشه تا عمل

توصيه هايي براي سلامت روزه داران

ثروتمندان عرب در مونیخ

تجاوز بالای مردم ملکی بیش از این قابل تحمل نیست

نرخ اسعار خارجی به  پولی افغانی

یک  يورو                         72:70        

يک دالر                      50.00

يک پوند انگليسی           103:00

يک درهم امارات             13:50

1000تومان                  53:00

1000کلدار                    823

يک دينار عربی                13:30

  گالری و عکس ها

نمايشگاه علوم قرآني در کابل پايتخت افغانستان گشايش يافت
القاعده حمله مشابه 11 سپتمبر را به کابل پلان گذاری کرده بود
THE WAY AHEAD FOR THE UNITED STATES
پاپ بنديكت شانزدهم و رسوايي اخلاقي در كليساي كاتوليك
حامد كرزي و تلاش براي تمركز قدرت

اقتصاد

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نوي سرلیکونهوروستۍ برخه


تير پسرلې كې د اېف بي آى مشر رابرټ ميولر له هغو هيوادونو څخه چې په اصطلاح له ويزې لرلو څخه معاف دي، لكه فرانسه او انګلستان، چې اتباع يې اجازه لري پرته له ويزې څخه يوازې له يوې امنيتي پوښتنې وروسته امريكا ته ننوځي، د لشكر طيبه د فعالينو له راتګ څخه اندېښنه څرګنده كړه.



يوز ويك، جيرمي كاهان

كه څه هم لشكر طيبه خپله هر ډول لاس وهنه په افغانستان كې ردوي، خو د امريكا متحدو ايالتونو امنيتي كارپوهان وايي چې لشكر طيبه په لومړي ځل د امريكايي ځواكونو پر وړاندې جنګېدلو لپاره خپل وسله وال په ۲۰۰۶ كال كې افغانستان ته ولېږل، او په ۲۰۰۸ كال كې هغوى په هغه ۲۰۰ كسيزه وسله والې ډلې كې شامل وو چې په واناټ )كامدېش( كې يې پر يوې امريكايي پستې بريد وكړ او نهه امريكايي سرتيري يې ووژل، چې تر هغه مهاله پورې په افغانستان كې د امريكا له محدودو ماتو څخه تر ټولو خرابه یې وه. داسې شواهد شته چې لشكر طيبه په يوه وخت كې هوډ وکړ چې په هند كې پر لويديځو موخو دسيسه جوړه كړي او ورسره جوخت خپل فعاليتونه په افغانستان كې هم پيل كړي. په ۲۰۰۷ كال كې هغوى خپل يو روزل شوى هندي، رياض الدين ناصر د ګوا ساحلي تفريح ځاى ته ولېږو څو د لويديځو او اسرائيلي اهدافو پر وړاندې بريدونه طرح كړي، خو له نيكه مرغه ناصر مخكې له دې چې خپلې موخې ته ورسيږي، ونيول شو. له دې سره سره لشكر طيبه د لویديځ او يهودي موخو په نښه كول بس نه كړل. د ممبی ترهګريزو بريدونو يوازينى ژوندى پاتى شوى ترهګر، اجمل قصاب پوليسو ته وويل چې بريد كوونكو ته ويل شوي وو چې امريكايیان، انګریزان او اسرائيلان جلا كړي، "ځكه هغوى له مسلمانانو سره زور زياتى كړى".

هغه څه چې زيات شمير هندي او غربي استخباراتي مامورين ويروي، هغه د لشكر طيبه پراخېدونكې نړيواله شبكه ده. له هماغه پيل څخه د لشكر طيبه او القاعده تر منځ اړيكې په زياتېدو دي. په ۲۰۰۲ كال كې، ابو زبيده چې ويل كېږي په۱۹۹۸ كال كې په افريقا كې پر امريكايي سفارتونو د بريدونو اصلي طراح و، د پاكستان په فيصل آباد ښار كې د لشكر طيبه له يوه پټنځاى څخه ونيول شو. د القاعده يو مشكوک بل فعال چې په ۲۰۰۳ كال كې ونيول شو، امنيتي چارواكو ته وويل چې هغه لږ تر لږه دولس كسه د امريكا پر ضد بريدونو لپاره د لشكر طيبه له كمپونو څخه راغونډ كړل. تر دې وروسته، لږ تر لږه يو له هغو كسانو چې د لندن زيرزميني بم كېښودنه يې ترسره كړې وه، چې وروسته يې القاعده پړه په غاړه واخيسته، د لشكر طيبه روزنيز كمپ ته تللى و. همدا راز لشكر طيبه، القاعده سره مرتبط هغه نيول شوي ترهګرو ته چې غوښتل يې له لندن څخه امريكا ته تلونكي لس الوتكې والوځوي، هم مالي امكانات چمتو كړي وو. د ۲۰۰۹ كال په مارچ مياشت كې د انګلستان يوې پارلمانې كمېټې داسې نتيجه ګيري وكړه چې القاعده او لشكر طيبه "د يو ځای كېدو ټکي" ته رسيدلي او خپلې كړنې سره همغږي كوي. راېډل وايي: "د لشكر طيبه مشرانو اوس ځانونه په عمل كې د القاعده او نړېوال جهاد له موخو سره برابر كړي."

ځينې شنونكي په دې اند دي چې د لشكر طيبه شبكه د اسامه بن لادن له شبکې څخه پراخه ده. القاعده برعكس د افغانستان او پاكستان لرې پرتې پولې په اوږدو كې په تېښته ده، لشكر طيبه ځينې ځايونو كې آزاد فعاليت كوي، هر كال زرګونه ځوانان د جهاد لپاره روزي )البته له دغې ډلې څخه ډير لږ شمير ترهګريزو بريدونو ته انتخابيږي.(

د ځينو اټكلونو له مخې په تيرو ۲۰ كلونو كې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ كسانو په دغو كمپونو كې روزنه ليدلې چې په كې سلګونه كسان له اروپا او شمالي امريكا څخه وو. ځينې تربيه شوي كسان بيرته خپلو كورونو ته ستانه شول، چيرته چې ښايي هغوى د لشكر طيبه لپاره په پټه كار كولو ته ادامه وركړې. د نژدې ختيځ لپاره د واشنګټن انسټېټوټ په وروستي څېړن پاڼه كې راغلي چې دا ډله له خليج څخه د پيسو غونډولو او لوجستيكي او فردي استخدام د مركز په توګه كاروي. هغه چارواكي چې په"بوټانو كې د بمي بريد" تحقيقات كوي، وايي چې هغوى "داسې چينلونه پيدا كړل چې په پاكستان كې د لشكر طيبه كمپونو ته له فرانسې څخه رضاكاران لېږل." د هغوى په وينا دې ډلې د ويلي برېجېټ په نوم يو فرانسوي په ۲۰۰۳ كال كې استراليا ته لېږلې و څو د بريدونو په ترسره كولو كې مرسته وكړي. د راېډل په وينا لشكر طيبه "په انګلستان، په ټولو خليج هېوادونو كې، نيپال، او بنګلديش، او تر ډيره بريده ښايي چې په متحدو ايالتونو او كانادا كې ځالې لري." د دې ځالو زياتره برخه اوس مهال د هند پر وړاندې بريدونو لپاره د لوجستيكي موادو چمتو كولو ته- چې د پيسو راغونډول او افرادو له استخدام نه نيولې تر سيم كارتونو چمتو كولو او مالوماتو راغونډول پورې- محدوده كړې.

تير پسرلې كې د اېف بي آى مشر رابرټ ميولر له هغو هيوادونو څخه چې په اصطلاح له ويزې لرلو څخه معاف دي، لكه فرانسه او انګلستان، چې اتباع يې اجازه لري پرته له ويزې څخه يوازې له يوې امنيتي پوښتنې وروسته امريكا ته ننوځي، د لشكر طيبه د فعالينو له راتګ څخه اندېښنه څرګنده كړه. خو د هېډلي په څير نور كسان بايد امريكايي پاسپورت ولري. له ۲۰۰۳ كال راهيسي كابو دولس كسان چې د ويرجينيا جهادي شبكې ممكنه غړي وو، د ترهګرۍ تړاو تورونو او لشكر طيبه سره د مرستې كولو او يا د هغوى روزنيزو كمپونو ته د تللو په هڅه كولو تورن شوي. د دې ډلې غړو په امريكا كې د لشكر طيبه يوه فعال سره مرسته وكړه چې شپې ليد وسايل، د مرمۍ ضد واسكټونه، واېرلس وېډيويي كامرې، او ان ناسپاره هوايي وسايل وپلوري او بيا يې پاكستان ته ولېږي. د ولسمشر جورج ډبليو بوش پر مهال د ترهګرۍ ضد مبارزې كې د ملي امنيت په برخه كې مرستيال مشاور جون كارلوس زرات په وينا، د لشكر طيبه د دغه نړېوال كېدنې يوه پايله دا ده چې واردمخه "هغوى د القاعده شبكې د ځاى ناستې لپاره خپله زيربنا جوړه كړې." هغه زياتوي، كه آن لشكر طيبه په خپله په اروپا يا امريكا كې بريدونه نه طرح كوي، هغه به خپل نړېوال فعالين د داسې يوه بريد د ترسره كولو لپاره القاعده ته وركړي.

ګڼ شمير شنونكي وايي په تخنيكي لحاظ د لشكر طيبه پېچلتيا، دغه مساله د تشويش وړ جوړوي. د ممبی بريدونو د پلان جوړولو استثنایي وخت ونيو. ترهګرو په آزاد سمندر كې د كب نيونې يوه هندي بيړۍ وتښتوله، د جي پي اېس وسيلې په ذريعه يې د ممبی لار پيدا كړه، يوې پمپ شوې كښتۍ كې كښېناستل او له تورتم كېدو سره د ممبی په ساحل كې كښته شول او په څو موخو يې په پرله پسې توګه بريد وكړ. بريدكوونكو ډلو د خپلو موخو پيدا كولو لپاره له جي پي اېس څخه كار اخيستو او د خپلو موخو د ښه موندلو او ننوتلو لپاره يې د ګوګل له تصويرونو، ويډيويي فلمونه څخه هم كار اخيستى و. بريد كوونكو د لشكر طيبه له غړيو سره د تليفون له لارې په تماس كې ول. دې غړو هم د دې لپاره چې و نه موندل شي له انټرنېټي تليفون څخه كار اخيستو او د نړېوالو چينلونو له مخامخ تصويرونو څخه يې د دغو عملياتو رهبري كولو لپاره كار اخيستو. هغوى همدا راز پوهيدل چې څرنګه د نړېوالو رسنيو پام ځان ته راواړوي. د انګلستان استخباراتي شبكې د عملياتو او استخباراتو برخې پخوانى مشر نېجيل اېنكسر په وينا، "زما داسې هيڅ ډله نه ياديږي چې په دومره پيچلتيا سره يې څه ترسره كړي وي." د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد تر ټولو لوړپوړى چارواكى بينجمين ويلي چې يوازينۍ ډله چې كولاى شو هغه لشكر طيبه سره د اندازې، پيچليتا، نړېوال ظرفيت او موخو له پلوه پرتله كړو، هغه د ايران لخوا ملاتړ كېدونكې د حزب الله تروريستي ډله ده.

د لشكر طيبه پر وړاندې جګړه به د القاعده په وړاندې جګړې پرتله لا ستونزمنه وي. كه پاكستان نه غواړي چې د پولې په اوږدو كې د القاعده شا ونيسي )يا متحدو ايالتونو ته اجازه وركړي چې د هغې شا ونيسي(، د لشكر طيبه په نښه كولو كې يې ليوالتيا نوره هم كمه ده. د القاعده برعكس، لشكر طيبه په پنجاب او كشمير كې د خيرات وركولو لويه څانګه لري، چې له لارې يې ښوونځي، د امبولانس آسانتياوې، سيار كلېنيكونه، د ويني بانك او داسې نور چلوي. لشكر طيبه په كشمير كې د ۲۰۰۵ كال له ويجاړونكې زلزلې وروسته د بشري خدمتونو ترسره كولو له لارې ډير زيات محبوبيت ترلاسه كړ. د هغوى پر وړاندې هر ډول اقدام كولاى شي شديده ناكرارۍ او آن كورنۍ جګړې ته لمن ووهي. لشكر طيبه او پاكستاني پوځ دواړه د پنجاب له بېوزلو خلكو له منځ څخه ګڼ شمير كسان نيسي، اكثراً هم له هماغه ورته كورنۍ څخه. د لشكر طيبه بشري مرستو څانګې او پاكستاني ځواكونو په ګډه له هغو بې كوره شويو ملكيانو سره مرسته وكړه چې له طالبانو څخه د سوات درې نيولو لپاره د پوځ د بريد له امله بې ځايه شوي وو. زرات وايي چې په اسلام آباد كې ګن شمير چارواكي په دې پوه شوي دي چې دا ډله په يوه ګواښ بدله شوې، خو نه غواړي چې د هغوى په نښه كولو سره هغوى د دولت ضد كړي.

آن پرته له دې چې په مخامخه توګه پر لويديځ بريد وكړي، لشكر طيبه كولاى شي د لويديځ د ګټو پر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځ ته كړي. ډير لږ كسان داسې انګيري چې نوی ډيلي به دا ځل د پاكستان ميشتې ډلې لخوا د كوم عمل ترسره كولو په صورت كې له نظامي لاري پرته بله لار خوښه كړي. او په هستوي وسلو سمبال هند او پاكستان تر منځ هر ډول جګړه به د دې شونتيا له ځان سره لري چې له كنټروله ووځي. د هند او پاكستان تر منځ يوه وړه جګړه هم كولاى شي په افغانستان كې د امريكا ترهګرۍ ضد هلو ځلو باندې ناوړه اغېزه ولري. په افغانستان كې مېشت ناټو ځواكونو كابو ۸۰ سلنه مواد د پاكستان كراچۍ بندري ښار له لارې راځي. د هند او پاكستان تر منځ جګړه همداراز كولاى شي پاكستان دې ته پرې نږدي چې طالبانو پسې ورواخلي. بيا نو متحدو ايالتونو او ملګرو لپاره يې يوه لار ، په تهاجمي ډول په ټول پاكستان كې د لشكر طيبه ځالو لټول او د هغوى ويجاړول دي او بله يې د هند او پاكستان تر منځ د سولې ساتل او د كشمير لانجې حل موندل دي. يوازې يوه اونۍ وړاندې هند او پاكستان يو ځل بيا د ممبی تر بريدونو وروسته د خبرو اترو لړۍ پيل كړه، كه څه هم د كوم ځانګړي پرمختګ تمه ترې نه كېده. داسې ښكاري چې پاكستان به هله د لشكر طيبه ځپلو ته زړه ښه كړي چې د هند له لوري ورته ډير لږ ګواښ متوجه وي. خو ځيني شنونكي په نګرانۍ سره وايي چې لويديځ استخبارات اوس هم پر لشكر طيبه زيات پام نه ساتي. او دا په دې مانا ده چې كله بيا دغه ډله د خبرونو سر ټكي جوړ كړي، نو هغه به د يوه ويجاړونكي بريد وي، خو نه په ممبی كې، بلكې په منهاټن او يا ميامې كې.

ژباړن جاويد صبوري



 

 

 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

اخبار

به ياد سردار سرافراز وطن
ارتشاء و خشونت اصلي‌ترين تهديد‌هاي پيش روي اميدهاي انتخاباتي در افغانستان
’افغانستان طرحی فدرال گونه نیاز دارد’
انتقاد قاضي پرونده قربانيان از وزارت دفاع آلمان
زرداري: بقاي پاكستان از سوي دو خطر سيل و ترور تهديد مي‌شود
81 محل راي گيري در شرق افغانستان تعطيل مي شود
سيل پاكستان وضعيت پناهندگان افغان را دشوار كرد
ترور يك ولسوال منطقه‌اي در شمال افغانستان
رئیس جمهوری افغانستان دستور تحقیق در مورد قتل یک خبرنگار را داد
امريكا درباره خطر خارجي بزرگنمايي مي كند
شمارتلفات نيروهاي خارجي در افغانستان درسال جاري ميلادي افزايش يافت
بانك مركزي افغانستان براي كمك مالي به بانك كابل اعلام آمادگي كرد
مردم افغانستان عليه امريكا تظاهرات كردند
ناتو در انديشه اعزام 2 هزار نيروي بيشتر به افغانستان است
156 قاچاقچي مواد مخدر در افغانستان محكوم شدند

به ياد سردار سرافراز وطن
ارتشاء و خشونت اصلي‌ترين تهديد‌هاي پيش روي اميدهاي انتخاباتي در افغانستان
’افغانستان طرحی فدرال گونه نیاز دارد’
انتقاد قاضي پرونده قربانيان از وزارت دفاع آلمان
زرداري: بقاي پاكستان از سوي دو خطر سيل و ترور تهديد مي‌شود
81 محل راي گيري در شرق افغانستان تعطيل مي شود
سيل پاكستان وضعيت پناهندگان افغان را دشوار كرد
ترور يك ولسوال منطقه‌اي در شمال افغانستان
رئیس جمهوری افغانستان دستور تحقیق در مورد قتل یک خبرنگار را داد
امريكا درباره خطر خارجي بزرگنمايي مي كند
شمارتلفات نيروهاي خارجي در افغانستان درسال جاري ميلادي افزايش يافت
بانك مركزي افغانستان براي كمك مالي به بانك كابل اعلام آمادگي كرد
مردم افغانستان عليه امريكا تظاهرات كردند
ناتو در انديشه اعزام 2 هزار نيروي بيشتر به افغانستان است
156 قاچاقچي مواد مخدر در افغانستان محكوم شدند

به ياد سردار سرافراز وطن
ارتشاء و خشونت اصلي‌ترين تهديد‌هاي پيش روي اميدهاي انتخاباتي در افغانستان
’افغانستان طرحی فدرال گونه نیاز دارد’
انتقاد قاضي پرونده قربانيان از وزارت دفاع آلمان
زرداري: بقاي پاكستان از سوي دو خطر سيل و ترور تهديد مي‌شود
81 محل راي گيري در شرق افغانستان تعطيل مي شود
سيل پاكستان وضعيت پناهندگان افغان را دشوار كرد
ترور يك ولسوال منطقه‌اي در شمال افغانستان
رئیس جمهوری افغانستان دستور تحقیق در مورد قتل یک خبرنگار را داد
امريكا درباره خطر خارجي بزرگنمايي مي كند
شمارتلفات نيروهاي خارجي در افغانستان درسال جاري ميلادي افزايش يافت
بانك مركزي افغانستان براي كمك مالي به بانك كابل اعلام آمادگي كرد
مردم افغانستان عليه امريكا تظاهرات كردند
ناتو در انديشه اعزام 2 هزار نيروي بيشتر به افغانستان است
156 قاچاقچي مواد مخدر در افغانستان محكوم شدند

به ياد سردار سرافراز وطن
ارتشاء و خشونت اصلي‌ترين تهديد‌هاي پيش روي اميدهاي انتخاباتي در افغانستان
’افغانستان طرحی فدرال گونه نیاز دارد’
انتقاد قاضي پرونده قربانيان از وزارت دفاع آلمان
زرداري: بقاي پاكستان از سوي دو خطر سيل و ترور تهديد مي‌شود
81 محل راي گيري در شرق افغانستان تعطيل مي شود
سيل پاكستان وضعيت پناهندگان افغان را دشوار كرد
ترور يك ولسوال منطقه‌اي در شمال افغانستان
رئیس جمهوری افغانستان دستور تحقیق در مورد قتل یک خبرنگار را داد
امريكا درباره خطر خارجي بزرگنمايي مي كند
شمارتلفات نيروهاي خارجي در افغانستان درسال جاري ميلادي افزايش يافت
بانك مركزي افغانستان براي كمك مالي به بانك كابل اعلام آمادگي كرد
مردم افغانستان عليه امريكا تظاهرات كردند
ناتو در انديشه اعزام 2 هزار نيروي بيشتر به افغانستان است
156 قاچاقچي مواد مخدر در افغانستان محكوم شدند

اخبار خارجی

سرمقالات

مسعود، اسوه مقاومت و علمبردار آزادی و عدالت
خانواده مطبوعات بازهم سياه پوش شد
افغانستان ؛ جایی که ماندن و رفتن از آن هزینه دارد
کرزی میان جنگ رواني امریکا و جنگ فرسایشی طالبان
صلح را با عدالت و آزادی تضمین میتوانیم
سلامت انتخابات پارلمانی را حملات سازماندهی شده تهدید میکند
دجګړې ورکه کړۍ به څوک پیدا کوي؟
ستونهای پنجم دشمنان را باید از نظام جراحی کرد
امریکا برای کرزی؛ عنکبوت میفرستد
کرزی سرمایه استراتژیک یا بدهی سیاسی غرب
پل های ارتباطی به جای دیوار های محافظوی
فقط کسانی که مربی دارند؛ مربا بخورند

 

 

گزارشات

تحت ریاست حامد کرزی جلسه به منظور آماده گی های امنیتی انتخابات پارلمانی برگزارشد
پنتاگون: ويكي‌ليكس قانون شكني كرده است
جزئيات تجاوز اخير رژيم صهيونيستي به لبنان
افشاگري هاي ويکي ليکس از نگاه مرکز تحقيقات جهاني
آيا "بن لادن" در انتظار وفاي به عهد امريکا است؟
واشنگتن پست: ويکي ليکس بايد تعطيل شود
بن‌لادن در افغانستان است
دا ډالر دی ډالر! پوهیږی که نه... و .. سادګانو ؟
دادخواستي عليه معاهده تجاري پاکستان و افغانستان در لاهور رسيدگي مي شود
روزنامه يوناني: اجلاس کمک به افغانستان يا فرار آبرومندانه ناتو؟
نـاتو به روسـيه نياز دارد
بقای پاکستان در نبرد با تروریسم است

 

مقالات و ديدگاه ها

افسانه پايان طولاني‌ترين و پرهزينه‌ترين جنگ در تاريخ امريكا
امريکا در آموزش اردوی افغانستان ناموفق بوده است
"اردوی نادان‌ها" حتما شكست مي‌خورد
جان كري در افغانستان: اگر کرزی با فساد مبارزه نكند، حمايت ما را از دست مي‌دهد
سايه بي ثباتي و نا امني بر انتخابات افغانستان
نظاميان اسپانيايي درافغانستان به دستگاه ضد مين مجهز شدند
روسيه 27 فروند بالگرد نظامي در اختيار افغانستان قرار مي دهد
كشته شدن 10 شبه نظامي در ولایت قندهار
امريكا ديگر نمي‌تواند به تنهايي وارد عمليات نظامي فرامرزي شود
ترکیه و استفاده از فرصت ها
بيش از 1300غيرنظامي افغان امسال در حملات ناتو کشته شدند
يک زنداني افغان دو عسکر امريکايي را در جنوب افغانستان کشت

 

ارتباط به سايت های ديگر

www.hnanews.af

www.bbc.com

www.noor.af

www.ariananet.com

www.nai.org.af

www.11aa.com

تازه های کتاب

 

 

 

 
About Us  | Services | Forum  | Sitemap
 
All Rights Reserved 2007 to Cheraghdaily. Design by Masood Amery