دالاماره وېب پاڼې درنو مینه والو !
دمطبوعاتو له لارې به خبرشوي یاستئ چې له څه ورځو راپدیخوا یرغلګر ځواکونه دهلمند ولایت دنادعلي اومارجې په مربوطاتوکې دتازه عملیاتودپیلولو خبره کوي اودرواني جګړې دیوې برخې په توګه یې له دغه عادي برید څخه یوه لویه مطبوعاتي ډنډوره جوړه کړې ده ترڅو دافغان اولس اذهان ترفشارلاندې راولي داچې ددې عملیاتو انګیزه څه کیدای شي څه پایلې به ولري اوعموم کې په حالاتو کوم اغیز وښندي دې اونورواړوندو پوښتنوته دځواب موندلو په تکل مو داسلامي امارت له ویاند ښاغلي قاري محمد یوسف احمدي سره لنډه مرکه وکړه چې ستاسې پام ورته راګرځوو .
الاماره :
محترم احمدي صاحب :که له هرڅه وړاندې دهلمند ولایت دمارجې د سیمې په جوړښت او اوسني احوال وغږیږئ چې څه پرمختیاوې رامنځته شوي ؟
احمدي :
دمارجې سیمه چې همدااوس دیرغلګرو دتازه برید نښه بلل کیږي اودتل په شان غربي مطبوعاتو هم دې خبرې ته تراړتیازیاته توجه کړې دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ یومربوطه سیمه بلل کیږي چې ځانګړې ولسوالي هم نه ده ولس میشته سیمه ده چې ګڼ باغونه دهستوګنې کلي او دپامو ړ زراعت لري په ټوله کې ویلای شوچې داسیمه دومره غیرعادي اومهمه هم نده لکه ددښمن مطبوعات یې چې تعبیروي بلکې دهلمنددنورو بې شمیره کلیوالو سیمو غوندې چې دمجاهدینوترسلطې لاندې دي داسیمه هم له ډیرې مودې دمجاهدینوپه واک کې ده اوتراوسه دښمن هلته وجودنه درلود .
الاماره :
تاسو مارجه دهلمند نوروکلیوته ورته یوه معمولي سیمه بولئ نوبیاددښمن ددې سترو اوله وړاندې پیل شویوتبلیغاتو موخه څه کیدای شي چې په مارجه کې بریایوټاکونکې لاسته راوړنه تعبیروي ؟.
احمدي :
داخومعلومه خبره ده چې دنوي امریکایي جنرال په مشرۍ ټولو یرغلګرو اوس په افغانستان کې جګړییز توان اواراده له لاسه ورکړي اوله هرډول هڅو اوستراتیژیو سره سره دمجاهدینوپه وړاندې په موثر اقدام کې پاته راغلي نوځکه اوس داډول عادي برخوردونو اوعملیاتوته هم لوی نومونه ورکوي او دتبلیغاتوپه زور یې پړسوي ترڅودڅه مودې لپاره خپل ناراض ولسونو پرې ارام اوتیرباسي .
که تاسو دقیق وګورئ درته ښکاره به شي چې دښمن په بشپړه توګه په جنګې چلند اوپلان کې خپل حواس بایللي او له سترې پریشانۍ سره مخ دی نوځکه اوس داډول تبلیغاتي هڅوته لاس اچوي ددې خبرې یوثبوت ددوي په ستراتیژیوکې هغه سترتضادونه دي چې دهرې ورځ پلان یې له پخواني هغه بیل وي څومیاشتې وړاندې یې چې دنورستان اوکونړپه ځینو غرنیوسیموکې درانه تلفات ولیدل اوسیمې یې تخلیه کړې نوهمدغه جنرال (مکرسټل ) مطبوعاتوته ویل چې مونږ ځکه له دې سیموشاته شوو چې په راتلونکي کي نیت لرو ټولې قواووې ښارونواومرکزي سیموته راشاته کړو اوپه لرې پرتو اطرافي سیموکې به یوازې دچاپو ستراتیژي پلې کړو مګراوس چې دهلمند په یومحدوده ولس میشته سیمه عملیات پیلوي نووایي غواړو دحکومت واک دمرکزي سیموپه شان لري پرتو سیموته وغزوو ...دادوه خبرې یوله بله خورا متضادې دي چې ددښمن ارادي کمزوري او سربدالي له ورایه ترې ښکاري
بناء ویلای شو چې دمارجې بریدهم دپوځې اړتیا په ځای ترډیره تبلیغاتي انګیزه لری یوڅوورځې به دنړۍ اوافغانانوپه وړاندې دمطبوعاتوله لارې دخپلې پوځي برترۍ خبرې وکړي خپلو جګړییزوخبریالانواوعکاسانوته به کاروګوري اودغه ډول نورې لاپي به ووهي خودهلمند په حالاتو او اوهلته په عمومي روان مقاومت به کوم اغیزونه غورځوي .
الاماره :
دښمن ددې بریدلپاره پوره ترتیبات نیولي اوغواړي له څوخواوو دغه عملیات ترسره کړی هلته دمجاهدینو دنیول شویو ترتیباتوپه اړه که معلومات راکړئ اوستاسوپه ګومان به مجاهدین له کوموجنګي تاکتیکونوڅخه استفاده وکړي ؟
احمدي :
څرنګه چې مونږ په سیمه کې حالات له نژدې څارواوپه دې اړه وروستي معلومات لرو داعملیات دومره سترهم نه دي لکه دښمن یې چې ادعا لري دوی وایي داپه تیرو اتوکلونو کې ترټولو سترعملیات دی پداسې حال کې چې دمارجې محدودمساحت اودعملیاتي طرح ریزۍ لپاره کم ځمکنی ظرفیت ددوی دغه ډنډوره تکذیبوي دغه رازمونږ چې تراوسه ددوی پوځي خوځښتونه او ترتیبات څارلي هغه څه دي چې هره ورځ دهلمند اوافغانستان په نوروسیموکې تکراریږي ددښمن اړخ ته کوم فوق العاده اقدام نه بریښي ترڅومجاهدین اندیښمن کړي .
اودمجاهدینو دپلان په اړه اوس دومره ویلای شم چې دتیروڅوکالونوپه تیره په تیرکال کې دناوې اوخانشین له عملیاتوچې مجاهدینو کوم ګټورتاکتیکونه زده کړي او ټاکونکې پایلې یې تجربه کړې ترډیره به له هماغه تاکتیکونوڅخه کارواخیستل شي یعني مجاهدین په دښمن ته موکه ورنکړي چې جګړه دځان په ګټه واړوي اویامجاهدینو اوعام ولس ته تلفات ورسوي بلکې لکه څنګه چې دهلمندپه نورو ولسوالیو کې پیښ شول داعملیات به هم په پای کې که خدای کول داسې شکل غوره کړي چې دشمن به یوازي پرته له دې چې مجاهدینوته زیان ورسوي خپل پیاده سرتیري او زغروال موټر له لاسه ورکوي اواکمالاتي لارې به هم پرې تړل شوي وي .
ترډیره به دخرپ اوترپ له بریدونو اوځمکنیو انفجارونوڅخه کارواخیستل شي چې همدااوس دداډول عملیاتو لپاره تشکیلات او مقدماتي ترتیبات بشپړشویدي زه په الهي نصرت په اتکاء سره ټول افغان اولس اومسلمان امت ته ډاډ ورکوم چې انشاءالله په راتلونکوڅواونیوکې به دمارجې سیمه ددښمن ددرنوتلفاتو او تاریخي شکست شاهده وي ځکه الهي نصرت له مونږ سره دی او مجاهدین موهم هرډول قربانۍ ته حاضر او دعقیدوي دښمن په وړاندې دجګړې محکمه اراده لري .
الاماره :
محترم احمدي صیب که راشو ددې موضوع بل اړخ ته ،له دانژدې څواونیو راپدیخوا غربی اشغالګر اودکابل درژیم چارواکي له مجاهدینونه دسولې او خبرواترو غوښتنه لري اوبیابیادا ادعا لري چي غواړي دروانې ستونزې لپاره یورښتیني سوله ایزه لاره ومومي چې دهمدې موخه لپاره یې دلندن کانفرانس هم دایرکړچې تراوسه په مطبوعاتوکې تبصرې پرې روانې دي دې جریاناتوته په پام سره دداسې پوځي اقدام او عملیاتو پلانول تاسو څرنګه ارزوئ ؟
احمدي :
رښتیاهم داډیره دتحیر وړده چې له یوې خوا په لوړه کچه دسوله ایز حل او خبرو اتروخبره کیږي اوله بلې خوابیاداډول جګړه پاروونکي عملیات پلانیږي دامتضاد چلند زمونږ هغه خبره رښتیاکوي چې ددښمن دسولې په ډنډوره موشک ښودلی وه اودامویوه تیرایستونکې عملیه بللې وه چې یوازې دنړیوالو دتیرایستلو او ځان سپین ښودلو لپاره بیابیارابرسیره کیږي حقیقت داد ی چې که دمتجاوز دښمن په افغانانانو سوله ایز ژوندپیرزووای نوله لویه سره به یې په دې مظلوم اولس یرغل نه کاوه اویابه یې خپل اشغال پای ته رسولی وه خو صلیبی زبرځواک کله هم نه غواړي چې رښتیني مسلمانان دي په ارامه ژوند وکړی یادي دخپلواکۍ په فضا کې دپرمختګ په اړه فکر وکړی دوی یوازې په افغانستان کې نه بلکې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دناموجهو جګړو اورونه بل کړي اومسلمانان پکې سوزوي خو زمونږ باور دي چې داجګړه به دوی ته لکه څنګه چې اوس دوی هم پوهیږي په ډیره درنه بیه تمامه ش ي نوځکه خوورته په کارده چې له هرچاوړاندې یې دوی دپای رسولوپه اړه اقدام وکړي .
الاماره : محترم داسلامی امارت ویاند قاري صیب احمدی !مننه چې ددې مرکې لپاره مووخت راکړ.
احمدي :
له تاسوهم مننه کوم